کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴): د افغانستان ستره محکمه وایي، د لوی اختر په مناسبت د هېواد د اتو ولایتونو له زندانونو ۱۵۵۹ بندیان ازاد شول او ۹۵۰ نورو بندیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د قاضيالقضات شیخ عبدالحکیم حقاني په هدایت د کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، خوست او نیمروز ولایتونو له زندانونو ۱۵۵۹ مستحق زندانیان آزاد او ۹۵۰ نورو زندانیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو زندانیانو د تشخیص په موخه په یادو ولایتونو کې ځانګړې با صلاحیته کمېټې جوړې شوې وې؛ یادو کمېټو له زندانیانو سره له نږدې وکتل، د دوی د جرم، د بند پاتې مودې او نورو اړوند مواردو په اړه یې بشپړې څېړنې وکړې، هغه زندانیانو چې د عفوې یا د بند په موده کې د تخفیف مستحق وو، لېست او معلومات یې د سترې محکمې له عالي مقام سره شریک کړل.
سرچينې زیاته کړې، دغه لېست او معلومات د سترې محکمې د مؤظف پلاوي لخوا وکتل شول، هغه بندیان چې اصلاح په کې راغلې وه، صورت او سیرت یې په سنتو برابر وو، په دیني او نورو برخو کې یې زده کړې کړې وې او د عفوې یا د بند په موده کې د تخفیف مستحق وو، مشخص او نوملړ یې اړوند ادارو ته د تطبیق په موخه ولېږل شو.
د یادونې ده چې د کوچني اختر په مناسبت هم د هېواد له زندانونو څخه ۵۶۱۵ مستحق زندانیان له بنده آزاد او یا د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP