کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د لیلامي توکو په یوه سرای کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
عیني شاهدان وایي، دغه اورلګېدونه نن سهار ۸:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
په سیمه کې د پژواک خبري اژانس خبریال وایي، اورلګېدنه لا دوام لري او د اور وژنې موټرونه د پېښې ځای ته رسېدلي څو اورلګېدنه مهار کړي.
تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه جزییات نه دي شریک شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP