Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران او اسرائیل په تړاو د ټرمپ او پوتین ټیلېفوني خبرې

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): کرملین د منځني ختیځ په اړه د ټرمپ او پوتین له ټیلېفوني اړیکې خبر ورکړی؛ پوتین پر ایران د اسرائیل بریدونه غندلي او ټرمپ له تهران سره د مذاکراتو د بېرته پیلېدو لپاره د امریکا د چمتووالي خبره کړې ده.

رویټرز د کرملین د راپور له مخې لیکلي چې ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین د شاوخوا ۵۰ دقیقو ټیلېفوني خبرو کې په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو په اړه غږېدلي دي.

ولادیمیر پوتین پر ایران د اسرائیل بریدونه غندلي او په سیمه کې یې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

بلخوا، ټرمپ د منځني ختیځ وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی چې واشنګټن له تهران سره د اټومي خبرو اترو د بېرته پیلېدو لپاره چمتووالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، اسرائیل داسې کار وکړ چې خبرې بې‌معنا شوې.

ایراني چارواکو ویلي چې امریکا د اسرائیل «ملاتړې» ده.

د ایران او اسرائیل ترمنځ وروستي بریدونه د جمعې سهار (د غبرګولي ۲۲مه) د ایران پر اټومي او نظامي تاسیساتو د اسرائیل په هوايي برید پيل شول. په غبرګون کې یې ایران د شنبې په سهار د اسرائیل پر خاوره توغندیز برید وکړ او تېره شپه (د غبرګولي ۲۴مه) یې یو ځل بیا د اسرائیل پر وړاندې د توغندیو او بې‌پېلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل.

ورته مهال، اسرائیل هم تېره شپه په تهران کې نظامي مرکزونه او نفتي تاسیسات په نښه کړل. سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې د اسرائیل د بریدونو د دوام په صورت کې به د ایران ځواب لا سخت وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.